۰
انتونیو ګوتریس:

افغانستان ته شا اړول لویه او خطرناکه تېروتنه ده

پنجشنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۴۵
د ملګروملتو د کډوالو لوی کمیشنر انتونیو ګوتریس نړیوالې ټولنې ته خبردارۍ ورکړی، چې افغانستان ته شا کول به لویه تېرونه او غټ ګواښونه به رامنځ ته کړي.
افغانستان ته شا اړول لویه او خطرناکه تېروتنه ده
د ملګروملتو د کډوالو لوی کمیشنر انتونیو ګوتریس نړیوالې ټولنې ته خبردارۍ ورکړی، چې افغانستان ته شا کول به لویه تېرونه او غټ ګواښونه به رامنځ ته کړي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ګوتریس دغه څرګندونې تېره ورځ د ملګروملتو د کډوالو لویې کمیشنرۍ د اجرايي کمېټې له غړیو سره د افغانستان پر حالاتو د غور په غونډه کې وکړې.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې افغانستان حالاتو ته هغسې لکه چې پکار ده پاملرنه نه کېږي او نړیواله ټولنه باید خپله توجه افغانستان ته واړوي.
انتونیو ګوتریس زیاته کړې«موږ په نړیوالې ټولنې ږغ کوو چې یو وار بیا افغانستان ته پام وکړي، نور د پخوا په شان د افغانستان حالاتو ته هغسي چې پکار ده پام نه کېږي، او سره له دې چې نوي بحرانونه او د هغو فوري توب مهم دی، موږ باوري یوو چې افغانستان ته شا اړول لویه او خطرناکه
انتونیو ګوتریس زیاته کړې«موږ په نړیوالې ټولنې ږغ کوو چې یو وار بیا افغانستان ته پام وکړي، نور د پخوا په شان د افغانستان حالاتو ته هغسي چې پکار ده پام نه کېږي، او سره له دې چې نوي بحرانونه او د هغو فوري توب مهم دی، موږ باوري یوو چې افغانستان ته شا اړول لویه او خطرناکه تېروتنه ده.»
تېروتنه ده.»
د کډوالو په چارو کې د ملګروملتو تر ټولو جګپوړي چارواکي خبرداری ورکړ چې افغانستان ته شا اړول به لویه تېروتنه او خطرناکه وي.
د کډوالو د لویې کمیشنرۍ د اجرايي کمېټې په غونډه کې پر دې غور وشو چې څرنګه د افغان کډوالو لپاره ضروري شرایط برابر شي څو خپل هیواد ته لاړ شي او په هغو سیمو کې مېشت شي چې امنیتي وضعیت ښه دی.
انتونیو ګوتریس وايي، یو وخت د افغان کډوالو شمېر تر ۶ ملیون تنو اوښت او ملګروملتو د هغو چارې سمبال کړې چې دا د (یو این ایچ سي آر) لپاره تر ټولو زیات کډوال وو.
دغه راز هغه زیاته کړه، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو کمیشنرۍ په خپل تاریخ کې په خپله خوښه خپل هیواد ته تر ټولو د زیاتو کډوالو د ستنولو پروګرام تنظیم کړ.
نوموړي وویل، چې، څه باندې پنځه ملیونه او ۸ لکه افغان کډوال یې له ۲۰۰۲ څخه تراوسه خپل هیواد ته ستنولي دي.
د کډوالو د لویې کمیشنرۍ د اجرايي کمېټې غونډې ته د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په ثبت شوي پیغام کې له یو این ایچ سي ار څخه د څو لسیزو لپاره د افغان کډوالو د ملاتړ په خاطر مننه وکړه.
ښاغلي غني له پاکستان او ایرانه هم مننه کړې چې میلیونونو افغانانو ته یې په خپلو خاورو کې پناه ورکړې ده.
ولسمشر په خپل پیغام کې ویلي«زما مسوولیت دی چې د نورو کسانو د مهاجرېدو او بې ځایه کېدو مخه ونیسم.»
ولسمشر غني له نړیوالې ټولنې څخه د افغانانو د هېرېدو په وړاندې اندېښنه ښکاره کړې او ویلي یې دي چې د کډوالو ستونزه نړیواله مسله ده.»
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین