۰

روسيې افغان پولې ته نږدې جنګي چورلکې ځای پر ځای کړې

پنجشنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۲۵
روسیې د تاجکستان د چارواکو په غوښتنه د افغانستان پولې ته څېرمه د امو سیند پر غاړه MI ۲۴ جنګي چورلکې ځای پر ځای کړې دي.
روسيې افغان پولې ته نږدې جنګي چورلکې ځای پر ځای کړې
روسیې د تاجکستان د چارواکو په غوښتنه د افغانستان پولې ته څېرمه د امو سیند پر غاړه MI ۲۴ جنګي چورلکې ځای پر ځای کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د روسيي د ریانوستي خبري آژانس وايي، روسي او تاجک چارواکو دغه ګام وروسته له هغې اخیستی، چې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې ناامنۍ زور اخیستی دی.
د دغه آژانس د راپور پر بنسټ د افغانستان د کندوز ولایت له نیول کېدو وروسته د روسي او تاجکي چارواکو سره د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې او پر همدې موضوع د خبرو اترو له پاره تېره ورځ د روسیې ولسمشر پوتین او تاجک ولسمشر امام علي رحمان سره ولیدل.
سرچینه وايي، دواړو چارواکو پر دې خبرې وکړې، چې په څه ډول له افغانستان د پېښېدونکو ګواښونو مخنیوی وکړي.
آژانس زیاتوي، چې د همدې ګواښونو د مخنیوي په موخه د روسيې د دفاع وزارت له لوري د تاجک مقاماتو په غوښتنه کندوز ته څیرمه د آمو سیند هغي غاړې ته MI ۲۴ جنګي چورلکې استول شوې دي.
د روسييې د مرکزي پوځ د مشر یورسلوف روسچوپیکن پر وینا دا چورلکي په ۲۰۱ نمبر پوځي اډه کې ځای پر ځای کړای شوي دي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین