۰

یو افغان بندي له ګوانتانامو زندانه خلاصېږي

پنجشنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۱۳
پنټاګون ویلي، چې د امریکا د حکومت د ارزونې پلاوي پرېکړه کړې، چې په ګوانتانامو زندان کې افغان بندي محمد کمین ساتل نور اړین نه دي.
یو افغان بندي له ګوانتانامو زندانه خلاصېږي
پنټاګون ویلي، چې د امریکا د حکومت د ارزونې پلاوي پرېکړه کړې، چې په ګوانتانامو زندان کې افغان بندي محمد کمین ساتل نور اړین نه دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د اسوشیتید پریس خبري اژانس د پنټاګونو له قوله زیاته کړې، چې محمد کمین به له دغه زندانه خوشی شي، خو دقیقه نېټه یې نه ده په ګوته کړې.
پر محمد کمین د ۲۰۰۸ م کال په اپریل کې د پوځي کمېسیون له لوري له تروریزم سره د موادو(جنس) د ملاتړ تور لګول شوی و،خو محکمې وروسته حکم وکړ چې د موادو په وسیله د ملاتړ تور داسې جنګي جرم نه دی چې په ګوانتنامو کې دې د پوځي کمېسیون له لوري تعقیب او محاکمه شي.
باید وویل شی، چې محمد کمین د ۲۰۰۴ م کال د سپټمبر له میاشتې راهیسي په ګوانتنامو کې بندي دی او ۱۱ کاله یې په دغه زندان کې تېر کړي دي.
امریکايی چارواکي وايي، کمین د افغانستان په ختیځ کې د امریکايی پوځیانو پر ضد په جګړه کې له القاعده او طالبانو سره مرسته کړې ده.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین