۰

اچین ولسوالۍ کې ۲۲ داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

چهارشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۱۳
امنیتي چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو له خوا په پیل شویو چاڼیزو عملیاتو کې د داعش ۲۲ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
اچین ولسوالۍ کې ۲۲ داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
امنیتي چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو له خوا په پیل شویو چاڼیزو عملیاتو کې د داعش ۲۲ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه وسله وال تېره ورځ د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال وژل شوي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي، دافغان ځواکونو د اچین ولسوالۍ په عبدالخېلو سیمه کې د داعش پر ضد عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۶ داعشیان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
د هغه په خبره افغان ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی او د داعش پنځه موټر هم له منځه وړل شوي دي.
بل خوا مشرقیوال وايي، چې په چپره هار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او داعش وسله والو تر منځ نښته کې ۵ طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
نوموړی زیاتوي، چې دغه نښته تېره شپه د چپرهار ولسوالۍ شولانه سیمه کې شوې، او د دواړو خوا له لوري شپږ کورونه هم سوځول شوي دي.
جمهور آژانس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین