۰
ولسمشرغني:

مخالفين د پردیو د ګټو او د نشيي توکو د قاچاقيانو لپاره جنګيږي

چهارشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۱۸
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانستان د امنیتي او دفاعي بنسټونو څېړنې ښيي، چې د دولت وسله وال مخالفین د نشه يي توکو د قاچاق او په هېواد کې د وېرې خورلو له پاره جنګېږي.
مخالفين د پردیو د ګټو او د نشيي توکو د قاچاقيانو لپاره جنګيږي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانستان د امنیتي او دفاعي بنسټونو څېړنې ښيي، چې د دولت وسله وال مخالفین د نشه يي توکو د قاچاق او په هېواد کې د وېرې خورلو له پاره جنګېږي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه د ولسمشر له قوله زیاتوي، چې«د افغانستان د امنیتي او دفاعي بنسټونو لومړنۍ څېړنې ښیي، چې په فاریاب، کندز او بدخشان کې جنګېدونکې
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه د ولسمشر له قوله زیاتوي، چې«د افغانستان د امنیتي او دفاعي بنسټونو لومړنۍ څېړنې ښیي، چې په فاریاب، کندز او بدخشان کې جنګېدونکې تروریستي ډلې د خلکو په منځ کې د وېرې او ډار خورولو او د پردیو او د نشه یي توکو د قاچاقچیانو شومو موخو ته د رسېدلو لپاره جنګېږي.»
تروریستي ډلې د خلکو په منځ کې د وېرې او ډار خورولو او د پردیو او د نشه یي توکو د قاچاقچیانو شومو موخو ته د رسېدلو لپاره جنګېږي.»
ولسمشر وویل«موږ له یو غدار او مکار دښمن سره مخ یوو چې د پردیو او قاچاقچیانو د ګټو د تامین په خاطر نابخښونکي جنایتونه کوي، هغه دښمن چې له بهرنیو سرچینو او نشه یي توکو څخه تمویلېږي او د پردیو د شومو موخو په خاطر د خلکو په سر، مال او عزت تعرض کوي.»
ښاغلي غني یو ځل بیا له مخالفينو سره د مبارزې په خاطر د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه وستایل.
ولسمشر زیاته کړې، چې افغان پیاوړي او زړور وسله وال ځواکونه غواړي افغانستان پرمختګ وکړي او هېوادوال مو په ازادي، استقلال او سوله کې ژوند وکړي.
په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد د یوه ویډیويي کنفرانس له لارې ولسمشر ته وویل، چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو له بشري حقونو څخه سرغړونه، نه د کړې.
نوموړي ولسمشر ته ډاډ ورکړ، چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېواد د نافذه قوانینو او نړیوالو میثاقونو په رعایتولو سره د خلکو د سر ا مال ساتنه کوي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین