۰
کمپبل:

افغانستان کې داعش د پراختیا په حال کې دی

چهارشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۰۴
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د غوڅ ماموریت عمومي قوماندان جنرال جوزیف کمپبل وايي، داعش په افغانستان کې د زیاتېدو په حال کې دی.
افغانستان کې داعش د پراختیا په حال کې دی
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د غوڅ ماموریت عمومي قوماندان جنرال جوزیف کمپبل وايي، داعش په افغانستان کې د زیاتېدو په حال کې دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې کمپبل دغه څرګندونې تېره ورځ د امریکا د سنا مجلس د وسله والو خدماتو کمېټې ته په خبرو کې وکړې.
نوموړي وویل چې داعش ډلې د افغانستان په ختیځ کې ځینې سیمې نیولې او عملیات یې پیل کړي دي او دا ډله د پاکستاني طالبانو د غړیو په خپلولو سره د پراختیا په حال کې ده.
دغه راز امریکايي جنرال کمپبل زیاته کړه:«اوس مسله دا ده چې طالبان او داعش له یو بل سره جنګېږي. ډېر طالبان داعش ته اوښتي ځکه چې ګومان کوي چې داعش ډېرې پیسې او امکانات لري.»
کمپبل دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې همدا مهال د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو تر منځ جګړه روانه ده.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین