۰

په ارګ کې دوه جسدونه موندل شوي

سه شنبه ۱۴ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۲۷
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، په دې وروستیو کې د جمهوري ریاست په ارګ کې د لومړي نمبر ماڼۍ د اشپزخانې د کنیدلو پر وخت د دوه مړو پاتې شونې موندل شوي دي.
په ارګ کې دوه جسدونه موندل شوي
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، په دې وروستیو کې د جمهوري ریاست په ارګ کې د لومړي نمبر ماڼۍ د اشپزخانې د کنیدلو پر وخت د دوه مړو پاتې شونې موندل شوي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي، د دغو مړو په پاتې شونو کې دوه جمجمې او د انسان د بدن هډوکي شامل دي چې د پلټنو لپاره د عدلي طب ریاست ته استول شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې دغو جسدونو ته د درناوي او د هغوی د پیژندګلوۍ لپاره یو کمیسیون ټاکل شوی چې په کې د عدلي طب، د بشر د حقوقو لپاره ډاکټرانو ټولنې، د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسیون او د کورنیو چارو وزارت استازي شامل دي.
خبرپاڼه وايي، کمیسیون ته دنده سپارل شوې چې جسدونه وپیژني او خاورو ته د سپارلو لپاره به د هغوی کورنیو ته وسپارل شي او که چیرې کورنۍ غړي یې و نه موندل شي د اسلام د دین د غوښتنو له مخې به خاورو ته وسپارل شي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین