۰

کندهار کې ۸ تنه وسله وال طالبان و وژل شول

سه شنبه ۱۴ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۱۱
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې پر افغان امنیتي پوستو د وسله والو تر برید وروسته د افغان ځواکونو په برید کې ۱۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
کندهار کې ۸ تنه وسله وال طالبان و وژل شول
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې پر افغان امنیتي پوستو د وسله والو تر برید وروسته د افغان ځواکونو په برید کې ۱۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې وسله والو تېره شپه د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ په شهیدانو سیمه کې د افغان ځواکونو پر شپږو امنیتي پوستو لوی بریدونه پیل کړل.
د ميوند ولسوالۍ امنيه قومندان سلطان محمد وايې وسله والو طالبان چې شمېر یې هم زیات و، د پوليسو او افغان پوځيانو پر شپږو امنيتي پوستو د درنو او سپکو وسلو بریدونه پیل کړل.
نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو له برید سره افغان ځواکونو هم په ځوابیه لاس پورې کړ او طالبانو ته یې سخته ماتې ورکړه.
د امینه قوماندان په خبره په دغه جګړه کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي، چې د دوه وژل شویو جسدونه هم د پولیسو لاس ته ورغلي دي.
د میوند د امنیه قوماندان په وینا کله چې د امنیتي ځواکونو یو ټانګ د طالبانو د دغه دوه جسدونو د لېږد په موخه سیمې ته روان و، چاودنه پرې شوې، خو افغان ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژآنس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین