۰

ملي امنیت کابل کې یو ځانمرګی برید ګر ونیوه

سه شنبه ۱۴ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۵۷
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، په کابل ښار کې یې یو تن ځانمرګی برید ګر د چاودېدونکو توکو ډک بیک سره ژوندی نیولی دی.
ملي امنیت کابل کې یو ځانمرګی برید ګر ونیوه
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، په کابل ښار کې یې یو تن ځانمرګی برید ګر د چاودېدونکو توکو ډک بیک سره ژوندی نیولی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ملي امنیت نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه بریدګر غوښتل د کابل ښار د پولیسو په اتمه حوزه ځانمرګی برید وکړي.
سرچینه وايي، بریدګر وړاندې له دې چې موخې ته ورسېږي د ملي امنیت ځواکونو له خوا له چاوېدونکو توکو سره یو ځای باالفعل ونیول شو.
ملي امنیت زیاته کړې، چې دغه بریدګر په لومړنیو اعترافاتو کې ویلي، چې د ډېورنډ کرښې پورې غاړې پېښور ته نېږدې د شمشتو په فیض المدارس مدرسه کې یې د ځانمرګي برید زده کړې تر لاسه کړې او کابل کې د پولیسو پر اتمه حوزه د برید په موخه راغلی وو.
باید وویل شي، چې په تېرو دوه ورځو کې دا اوم ځانمرګی برید ګر دی، چې په کابل ښار کې د ملي امنیت ځواکونو له خوا نیول کېږي یا وژل کېږي.
تېره شپه هم څلورو تنو ځانمرګو برید کوونکو د هملند د پخواني والي محمد نعیم بلوچ پر کور برید کړی، چې تر سهاره یې جګړه وکړه او وروسته د امنیتي ځواکونو له خوا و وژل شول.
تر دې یوه ورځ وړاندې بیا د کابل ښار په نهمه امنیتي حوزه کې دوه تنه پلي ځانمرګي برید کوونکي هدف ته له رسېدو وړاندې د ملي امنیت ځواکونو له خوا ووژل شول.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین