امنیتي چارواکي وايي، د بلخ ولایت د دولت آباد ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونمل عبدالروف اخګر د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې وژل شوی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ مازیګر مهال د دولت آباد ولسوالۍ د بازار په منځ کې رامنځ ته شوې ده.
د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري وايي ماین تر يوه پولګوټي لاندې ځای پر ځای شوی و، او کله چې امنیه قوماندان له سیمې تېرېده چاودنه یې کړې ده.
د هغه په خبره په دې پېښه کې د دولت اباد امنيه قوماندان سمونمل عبدالرووف اخګر وژل شوى دى.
تر اوسه د چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهور آژآنس:بلخ