۰

ولسمشر د ټولو امنیتي ځواکونو د ارزیابي امر وکړ

سه شنبه ۱۴ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۴۹
ولسمشر اشرف غني وايي، یوه پلاوي ته به دنده ورکړي چې د هېواد په کچه د امنیتي ځواکونو وضعیت او تجهیزات ارزیابي کړي.
ولسمشر د ټولو امنیتي ځواکونو د ارزیابي امر وکړ
ولسمشر اشرف غني وايي، یوه پلاوي ته به دنده ورکړي چې د هېواد په کچه د امنیتي ځواکونو وضعیت او تجهیزات ارزیابي کړي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر سرپرست ظفر هاشمي تېره ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، ښاغلی غنی ه ډېر ژر یو پلاوي ته دنده ورکړي، چې د هېواد په کچه د امنیتي ځواکونو کمیت، وړتیا او تجهیزات له نږدې وګوري.
ښاغلي هاشمي د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کانفرانس کې وویل چې له دې ارزیابي څخه یې هدف له اوسني امنیتي وضعیت څخه جاج اخیستل دي.
ولسمشر اشرف غني د دغې سراسري ارزیابي موضوع د دوشنبې په ورځ په ارګ کې د توحید له مرکز څخه د ټولو ولایتونو له امنیتي مسوولینو سره د ویډیو کانفرانس پر مهال یاده کړه.
ولسمشر په دې کانفرانس کې ټولو امنیتي مسولینو ته سپارښتنه کړې چې د ولس د امنیت خوندیتوب ته جدي هڅې وکړې او له خلکو سره انساني چلند او بشري حقونو ته پام وکړي.
باید وویل شي، ولسمشر څو ورځې وړاندې په یوه غونډه کې د امنیتي ځواکونو د ارقامو په کره والي شک څرګند کړ.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین