۰

میدان وردګو کې ۵ زره ښوونکو ته نمرې ورکول کېږي

سه شنبه ۱۴ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۳۶
د میدان وردګو ولایت چارواکي وايي، ډېر ژر به د ولسمشر غني په لار ښوونه په دغه ولایت کې لږ تر لږه پنځه زره ښوونکو ته د یوې یوې نمرې ځمکې د وېش لړۍ پیل کړي.
میدان وردګو کې ۵ زره ښوونکو ته نمرې ورکول کېږي
د میدان وردګو ولایت چارواکي وايي، ډېر ژر به د ولسمشر غني په لار ښوونه په دغه ولایت کې لږ تر لږه پنځه زره ښوونکو ته د یوې یوې نمرې ځمکې د وېش لړۍ پیل کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبره د میدان وردګو والي حیات الله حیات تېره ورځ د ښوونکي د نړیوالې ورځې په لمانځ غونډه کې وکړه.
چارواکي وایي د جمهور رئیس په لارښوونه د دغه ولایت نژدې ۵ زره ښوونکو ته به ډېر ژر د استوګنې نمرو د ویش لړۍ پیل کړي .
والي حیات الله حیات وویل، چې په میدان وردګو ولایت کې نژدې ۵ ښوونکي شتون لري، چې د ولسمشر په لارښوونه دوی ته د استوګنې په موخه په هره اړونده ولسوالیو کې د استوګنې نمرو په موخه ځایونه ټاکل شوي.
هغه په خپلو خبرو کې وویل«تر دې دمه دوی ته یادې نمرې نه دي ورکړل شوې، په سیداباد ولسوالۍ کې تر پنځوس پورې نمرې د غاصبینو له لورې غصب شوي هم دي، خو موږ هڅه کو، چې د غاصبینو له منګولو یې را خلاصې او ښوونکو ته یې و وېشو.»
دغه راز والي زیاته کړهو چې په دې ولایت کې شاوخوا ۲ سوه ښوونځې د احاطې دیوالونه او ودانۍ نلري، چې د دغه ستونزې د حل په موخه به د ملي او ولایتي شورا غړو او یو شمېر نورو مخورو په همکارۍ هلې ځلې وکړي.
نوموړی ښوونکو ته د دوی د ورځې د مبارکۍ ترڅنګ د میدان وردګو ولایت ټولو ښوونکو ته لارښوونه وکړه،چې یوازې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د عصري او دیني زدکړو ښوونکي پاتې شي او له هر ډول سیاسي کړنو څخه خپله هم ډډه وکړي او خپل زده کوونکو ته هم د شومو سیاسي کړنو څخه د مخنیوي لارښوونې وکړي.
باید وویل شي، چې په میدان وردګو ولایت کې ۴ زره شپږ سوه یو څلوېښت ښوونکي دنده لري،چې دوه سوه اته دېرش یې ښځینه دي.
جمهور آژآنس:میدان وردګ
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین