۰

ملي امنیت د حقاني شبکې یو قوماندان د ښځو په جامو کې نیولی

دوشنبه ۱۳ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۵۶
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، د دغه ریاست منسوبینو په خوست ولایت کې د حقاني شبکې د یوې سل کسیزې ډلې مشر د ښځو په جامو کې نیولی دی.
ملي امنیت د حقاني شبکې یو قوماندان د ښځو په جامو کې نیولی
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، د دغه ریاست منسوبینو په خوست ولایت کې د حقاني شبکې د یوې سل کسیزې ډلې مشر د ښځو په جامو کې نیولی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې که څه هم ملي
ملي امنیت ریاست نن په خپره کړې خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې دغه نیول شوي کس ورته ویلي چې دې د شمالي وزیرستان په مرکز په میرانشاه کې د حقاني د شبکې له خوا د خوست د ولایت د دومندو د ولسوالۍ د پوځي مسول په توګه ټاکل شوی وو او ورته د سلو وسله والو مسولیت هم سپارل شوی وو.
امنیت د دغه وسله وال قوماندان د نیولو کره نېټه نه ده په ګوته کړې، خو ویلي یې دي، چې دغه قوماندان غوښتل د ډېورنډ کرښې له هاغه غاړې د ښځو په جامو کې خوست ولایت ته ننوزي چې د ملي امنیت ځواکونو له خوا ونیول شو.
ملي امنیت ریاست نن په خپره کړې خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې دغه نیول شوي کس ورته ویلي چې دې د شمالي وزیرستان په مرکز په میرانشاه کې د حقاني د شبکې له خوا د خوست د ولایت د دومندو د ولسوالۍ د پوځي مسول په توګه ټاکل شوی وو او ورته د سلو وسله والو مسولیت هم سپارل شوی وو.
دا په داسې حال کې ده، چې ملي امنیت ځواکونو تېره ورځ په کابل کې دوه تنه ځانمرګي برید کوونکي چې د دوی په وینا د حقاني شبکې غړي و او د همدې شبکې له خوا په کابل کې د بریدونو په موخه رالېږل شوي و، هدف ته رسېدو وړاندې و وژل.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین