۰
محمود خان اڅګزی:

د پاکستان پولیس په کشمیر او پنجاب کې له پښتنو سره ظلم کوي

دوشنبه ۱۳ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۴۱
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅګزی وايي، چې پاکستاني پولیس په پنجاب او کشمیر کې له پښتنو سره زور زیاتی کوي چې باید مخه یې ونیول شي.
د پاکستان پولیس په کشمیر او پنجاب کې له پښتنو سره ظلم کوي
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅګزی وايي، چې پاکستاني پولیس په پنجاب او کشمیر کې له پښتنو سره زور زیاتی کوي چې باید مخه یې ونیول شي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ښاغلي خان ویلي، چې پاکستاني پولیسو په کشمیر او پنجاب کې پر پښتنو کار بار بند کړی او د هغوی شناختي کارډونه یې بلاک
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ښاغلي خان ویلي، چې پاکستاني پولیسو په کشمیر او پنجاب کې پر پښتنو کار بار بند کړی او د هغوی شناختي کارډونه یې بلاک کړي دي.
کړي دي.
نوموړي د دغه ستونزې د مخنیوي په موخه د پاکستان په پارلمان کې هم غږ پورته کړی او دغه راز یې د پاکستاني پولیسو دا کار په کلکو ټکو غندلی دی.
محمود خان اڅکزي ویلي، چې د پنجاب او کشمیر نه د پښتنو وګړو ویستل به د قومونو تر منځ کینې او نفرتونه نور هم زیات کړي چې پایلې به یې ډېرې سختې وي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر زیاته کړې، چې دوی ټول د ترهګرۍ پر خلاف دي، خو دا چې دا څه پر پښتنو تپل کېږي او د پښتنو پر وړاندې ستونزې جوړول کېږي، د منلو وړ نه دي.
ده د پاکستان پر حکومت غږ وکړ، چې په پنجاب او کشمیر کې د پښتنو سره د روان زور زیاتي مخه په عاجله توګه ونیسي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین