۰

د ننګرهار دیني علماو او قومي مشرانو له افغان ځواکونو نه ملاتړ وکړ

دوشنبه ۱۳ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۵۸
«زه د یوه افغان یا یو ملا په توګه پر ټولو دیني علماو غږ کوم، په سپین ږیرو غږ کوم چې له خدای نه وډارېږۍ؛ له د ای اېس ای نه مه ډارېږي، د حق په طرف ودرېږۍ؛ تېر تاریخ مه خرابوۍ، داوود خان هغه سړی و چې پاکستانیانو به خپل ماشومانو ته ویل بچیه ویده شه داوود خان راروان دی اوس متاسفانه افغانان د ای اېس ای نه ډارېږي.»
د ننګرهار دیني علماو او قومي مشرانو له افغان ځواکونو نه ملاتړ وکړ
په ننګرهار ولایت کې لسګونو دیني عالمانو او قومي مخورو د یوې غونډې په ترڅ کې له افغان ځواکونو خپل ملاتړ اعلان کړ.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه دیني عالمانو او قومي مشران، چې تېره ورځ د قبایلو چارو ریاست په تالار کې راټول شوي وو، په یوه غږ وویل چې د خپلو ځواکونو تر خوا ولاړ دي او په هر ډول شرایطو کې به ورسره مرسته کوي.
د ننګرهار د ولایتي شورا پخوانی وکیل او ديني عالم مولوی عبدالعزیز خیرخوا پر ټولو دیني علماو غږ وکړ چې په اوسني
دغه دیني عالمانو او قومي مشرانو پر ټول ولس غږ وکړ، چې د پردیو د جګړې او استخباراتي دسیسو پر وړاندې سره یو شي او د خپلو ځواکونو تر څنګ ودرېږي.
وضعیت خپل مسولیت ادا کړي او ولس دې به حقایقو او د سیمې استخباراتو له دسیسو خبر کړي.
هغه په خپلو خبرو کې وویل«زه د یوه افغان یا یو ملا په توګه پر ټولو دیني علماو غږ کوم، په سپین ږیرو غږ کوم چې له خدای نه وډارېږۍ؛ له د ای اېس ای نه مه ډارېږي، د حق په طرف ودرېږۍ؛ تېر تاریخ مه خرابوۍ، داوود خان هغه سړی و چې پاکستانیانو به خپل ماشومانو ته ویل بچیه ویده شه داوود خان راروان دی اوس متاسفانه افغانان د ای اېس ای نه ډارېږي.»
دغه دیني عالمانو او قومي مشرانو پر ټول ولس غږ وکړ، چې د پردیو د جګړې او استخباراتي دسیسو پر وړاندې سره یو شي او د خپلو ځواکونو تر څنګ ودرېږي.
دوی دا هم وویل چې عالمان، قومي مشران او په ټول کې ولس باید له حکومته ملاتړ وکړي او افغانستان له ټوټه کېدو وژغوري.
جمهور آژانس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین