۰

دوه ځانمرګي موخې ته له رسېدو وړاندې وژل شوي

دوشنبه ۱۳ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۳۳
د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو په کابل ښار کې هغه دوه تنه ځانمرګي برید کوونکي چې غوښتل یې بریدونه تر سره کړي، موخې ته له رسېدو وړاندې په ډزو وژلي.
دوه ځانمرګي موخې ته له رسېدو وړاندې وژل شوي
د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو په کابل ښار کې هغه دوه تنه ځانمرګي برید کوونکي چې غوښتل یې بریدونه تر سره کړي، موخې ته له رسېدو وړاندې په ډزو وژلي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې بریدګر د حقاني شبکې پورې اړوند و، او کابل ښار ته د خونړیو بریدونو له پاره راغلي وو.
سرچینه وايي، برید کوونکو غوښتل د کابل ښار د نهمې ناحیې اړونده سیمه کې د ګمرکاتو د ملي پولیسو د روزنیز مرکز د رخصتۍ پر مهال ځانمرګي بریدونه ترسره کړي خو وړاندې له دې چې خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړي د ملي امنیت د موظفینو له خوا د مخامخ نښتې په ترڅ کې ووژل شول.
په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې دغه بريد کوونکو غوښتل یو ځل بیا خونړۍ پېښې ترسره او په لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوي.
باید وویل شي، چې ملي امنیت د دغه ځانمرګو یوه ویډیو هم په فسبوک نشر کړې، چې له ورایه په کې ښکاري چې کله بریدګر د ملي امنیت سرتېرو له خوا محاصره کېږي، هغه له خپل لاسي بیک نه د څه شي ایستلو کوښښ کوي.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین