۰

وسله والو په ارزګان کې یو قومي مشر وژلی

يکشنبه ۱۲ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۱۴
چارواکي وايي، نا معلومه وسله والو کسانو په اروزګان ولایت کې یو قومي مشر معلم حبیب الله په ډزو سره وژلی دی.
وسله والو په ارزګان کې یو قومي مشر وژلی
چارواکي وايي، نا معلومه وسله والو کسانو په اروزګان ولایت کې یو قومي مشر معلم حبیب الله په ډزو سره وژلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېر ماښام د اروزګان ولایت د مرکز ترینکوټ په مهراباد سمه کې رامنځ ته شوې ده.
د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب وايي، وسله والو د مرکز ترینکوټ په مهراباد سیمه کې پر قومي مشر معلم حبیب الله وسله واله برید کړی او وژلی یې دی.
نوموړي زیاته کړه، چې معلم حبیب الله په سیمه کې یو بانفوذه قومي مشر و او له دولت سره یې هېڅ ډول تړاو نه درلود.
تر اوسه د دغه برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
باید وویل شي، دا لومړی ځل نه دی، چې یو قومي مشر د نامعلومه وسله والو له خوا وژل کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم په دغه ولایت کې لسګونه قومي مشران او دیني عالمان په غلچکي بریدونو کې وژل شوي دي.
جمهور آژآنس:اروزګان
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین