۰

عراق کې دوه ځانمرګو بریدونو ۸۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

يکشنبه ۱۲ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۰۹
د عراق امنیتي چارواکي وايي، په مرکز بغداد کې د دوه ځانمرګو بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۸۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
عراق کې دوه ځانمرګو بریدونو ۸۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
د عراق امنیتي چارواکي وايي، په مرکز بغداد کې د دوه ځانمرګو بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۸۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه بریدونه تېره ورځ د بغداد د کاظميه سيمې په عدن ميدان کې پر یوې امنیتي پوستې شوي دي.
د بغداد د عملياتو د قوماندې مرکز ویلي، چې امنيتي ځواکونو د دریو ځانمرګو له ډلې يو تن په ډزو وژلى او دوو نورو په ځان پورې تړلي توکو ته چاودنه ورکړې.
دغه مرکز زیاته کړې، چې په دې بریدونو کې ۲۴ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۶۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
ویل کېږي، چې د دې بریدونو مسؤولیت داعش وسله والو په غاړه اخیستی دی.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین