۰

اوباما وايي، په کندوز کې پر روغتون د برید په اړه به څېړنه وکړي

يکشنبه ۱۲ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۳۸
د امریکا ولسمشر بارک اوباما په کندوز ولایت کې د بې پولې ډاکترانو پر روغتون په برید کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه خواشني ښودلې او ژمنه یې کړې، چې په دې اړه په څېړنې وکړي.
اوباما وايي، په کندوز کې پر روغتون د برید په اړه به څېړنه وکړي
د امریکا ولسمشر بارک اوباما په کندوز ولایت کې د بې پولې ډاکترانو پر روغتون په برید کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه خواشني ښودلې او ژمنه یې کړې، چې په دې اړه په څېړنې وکړي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د سپینې ماڼۍ نه په خپره شوې خبرپاڼه کې اوباما ویلي«د امریکا د خلکو له لوري، زه له هغو طبي کارکوونکو او نورو ملکیانو سره ژوره خواخوږي څرګندوم چې په کندوز کې د بې سرحده ډاکترانو د روغتون په غموونکې پېښه کې وژل شوي دي.»
نوموړي زیاته کړې، چې د متحدو ایالتونو دفاع وزارت د دې پېښې په اړه پوره تحقیقات پیل کړي، او د دې تراژیدۍ په اړه تر دقیق قضاوت مخکې به د څېړنې نتیجو ته صبر وکړي.
سرچینه د اوباما له قوله ویلي:«ما له دفاع وزارته غوښتي چې د څېړنو له پایلې مې خبر کړي او هیله ورڅخه لرم چې د حقایقو بشپړ حال راکړي.»
باید وویل شي، چې امریکايي ځواکونو وړمه شپه په کندوز کې د بې پوله ډاکترانو په یوه روغتون هوايي برید وګړ، چې د ډاکترانو په ګډون ګڼو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین