۰

اروزګان کې د بې پيلوټه په برید کې ۱۷ وسله وال وژل شوي

يکشنبه ۱۲ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۱۴
امنیتي چارواکي وايي، د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې په اروزګان ولایت کې پر وسله والو هوايي بریدونه کړي او ۱۷ تنه یې وژلي دي.
اروزګان کې د بې پيلوټه په برید کې ۱۷ وسله وال وژل شوي
امنیتي چارواکي وايي، د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې په اروزګان ولایت کې پر وسله والو هوايي بریدونه کړي او ۱۷ تنه یې وژلي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د اروزګان امنیه قومانداني زیاتوي، چې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه تېره شپه د دهراود ولسوالۍ په درخشانک غره او په شهر توغي سیمه کې تر سره کړي دي.
د
د اروزګان ولايت د امنيي قومندانۍ د امنيت آمر رحيم الله وايې د درخشانک د غره په څوکه کې هغه پنځلس تنه وسله وال طالبان وژل شوي چې درنې وسلي يې ځاى پر ځاى کړې وې.
نوموړی زیاتوي، چې په دې برید کې د وسله والو وسلې هم په بشپړه توګه له منځه وړل شوې دي.
بل خوا د همدې ولسوالۍ په شهر توغي سيمه کې هم تېره شپه دوه تنه وسله وال طالبان تر هوايې بريد لاندي راغلي او وژل شوي دي.
رحیم الله وايي، دواړو پېښو کې ولسي وګړيو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
تر اوسه وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژآنس: اروزګان
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین