۰

د امریکا سفیر کندوز کې پر روغتون د برید په اړه خواشنی وښوده

يکشنبه ۱۲ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۰۷
په کابل کې د امریکا متحده ایالتونو سفیر د بې پولو ډاکټرانو په روغتون په برید او د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه خواشني وښ،ده.
د امریکا سفیر کندوز کې پر روغتون د برید په اړه خواشنی وښوده
په کابل کې د امریکا متحده ایالتونو سفیر د بې پولو ډاکټرانو په روغتون په برید او د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه خواشني وښ،ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې امریکايي ځواکونو وړمه شپه شاوخوا ۲ بجې په کندوز ښار کې د بې پولې ډاکترانو په یوه روغتون هوايي برید وکړ، چې درې تنه ډاکتران په کې و وژل شول او ګڼ شمېر عام وګړي او نرسان په کې ټپیان شول.
د امریکا سفیر مایکل میکینلي په یوه بیان کې ویلي چې امریکا متحده ایالتونه د بې پولو ډاکټرانو په روغتون کې د ټولو وژل شویو او ټپيانو په اړه خواشینی دی او له کورنیو سره یې خپله غمرازي څرګندوي.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي خاص استازي نیکولاس هیسم هم په کندز کې د بې پولو ډاکټرانو په روغتون برید په کلکو ټکو غندلی دی.
نوموړي د جګړې په ښکیلو خواوو غږ کړی، چې د روغتیايي کارکونکو درناوی وکړي او د بشرپالو خلکو ژوند دې خوندي کړي.
جمهورآژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین