۰

د بدخشان لپاره د طالبانو نومول شوی والي وژل شوی

شنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۲۱
د کورنیو چارو وزارت وایي د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو والي او یو جنګي قوماندان له ۴۰ وسلوالو سره وژل شوی دی.
د بدخشان لپاره د طالبانو نومول شوی والي وژل شوی
د کورنیو چارو وزارت وایي د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو والي او یو جنګي قوماندان له ۴۰ وسلوالو سره وژل شوی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وايي، دغه وسله وال د یوه هوايي برید په ترڅ کې وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې افغان ځواکونو د بهارک ولسوالۍ د امبي یردار په سیمه کې هوايي برید کړی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې برید کې د بدخشان لپاره د طالبانو والي او د شمال ختیځو سیمو د طالبانو قوماندان قاري فصیح الدین له خپلو ۴۰ وسلوالو سره وژل شوی دی.
خو بل خوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د قاري فصیح الدین وژل کیدل رد کړي دي.
باید وویل شي، چې د بهارک ولسوالۍ تېره ورځ د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې وه، خو اوس تازه د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې دغه ولسوالي یې بېرته نیولې ده.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین