۰
حامد کرزی:

ولس دې د پردیو دسیسو پر وړاندې یوموټی شي

شنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۰۹
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي پر ولس غږ کړی، چې د افغانستان د دوښمانونو پر وړاندې یو موټی و اوسي او د هغوی شوم پلانونه شنډ کړي.
ولس دې د پردیو دسیسو پر وړاندې یوموټی شي
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي پر ولس غږ کړی، چې د افغانستان د دوښمانونو پر وړاندې یو موټی و اوسي او د هغوی شوم پلانونه شنډ کړي.
د جمهور
حامد کرزي په خبرپاڼه کې پر ولس غږ کړی چې د کندوز خلک اوس له سخت کړاو او ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او له زیانمنو سره مرسته د هر افغان ملي او دیني وجیبه ده.
آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې وروستۍ ناخوالې د هېواد د دښمنانو له شومو پلانونو سرچینه اخلي او ولس یې باید پر وړاندې ودرېږي.
ښاغلي کرزي په دغه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې په کندوز کې وروستۍ غمیزې او زړه بوږنوونکې پېښې د ټولو هېوادولو د خپګان او ژورې اندېښنې لامل شوي دي.
حامد کرزي په خبرپاڼه کې پر ولس غږ کړی چې د کندوز خلک اوس له سخت کړاو او ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او له زیانمنو سره مرسته د هر افغان ملي او دیني
هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې«افغان ولس په سختو شرایطو او حالاتو کې یوموټی او د یو بل تر څنګ درېدلی دی، نو نن باید تر هرې بلې ورځې ډېر د یو بل ملاتړ او سره همغږي وي، څو په یووالي او قوت وکړای شو خپل هېواد د پردیو له دسیسو او ورانوونکو پلانونو وژغورو.»
وجیبه ده.
پخواني ولسمشر ویلي«په دې کې شک نشته چې په کندوز او ټول هېواد کې وروستۍ پېښې د هېواد د دښمنانو ورانووونکي پلانونه دي او زه باور لرم چې زموږ ولس به د تل په څېر یوموټی د ټولو غمېزو پر وړاندې درېږي او خپله مېړانه به ښيي.»
هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې«افغان ولس په سختو شرایطو او حالاتو کې یوموټی او د یو بل تر څنګ درېدلی دی، نو نن باید تر هرې بلې ورځې ډېر د یو بل ملاتړ او سره همغږي وي، څو په یووالي او قوت وکړای شو خپل هېواد د پردیو له دسیسو او ورانوونکو پلانونو وژغورو.»
ښاغلي کرزي د خپلو خبرو په پای کې د کندوز له خلکو سره خواخوږي ښودلې او د قربانیو شویو کورنیو غړو ته یې د صبر غوښتنه کړې ده.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین