۰
ملا منصور:

د کندوز نیونه د طالبانو لپاره سمبولیکه بریا وه

شنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۴۸
د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور وايي، د کندوز ښار نیول یوه سمبولیکه بریا وه چې د طالبانو قوت یې وښود.
د کندوز نیونه د طالبانو لپاره سمبولیکه بریا وه
د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور ویلي، د کندوز ښار نیول یوه سمبولیکه بریا وه چې د طالبانو قوت یې وښود.
د جمهور آژآنس د خبر له مخي ملا منصور دا خبره تېره ورځ له نامعلوم ځایه د ټېلفون له لارې اسوشیتید پریس خبري اژانس سره په مرکه کې کړې ده.
نوموړي دغه آژانس ته ویلي، چې د طالبانو له لوري د کندوز درې ورځنۍ نیونه تاریخي شېبه وه او د ښار خلکو د طالبانو پر کامیابۍ جشن وکړ.
باید وویل شي، چې وسله والو طالبانو د تېرې دوشنبې په ورځ کندوز ښار ونیوه، خو له یوې ورځې وروسته افغان ځواکونه واتوانېدل، چې ښار بېرته له طالبانو ونیسي.
افغان چارواکي وايي، د کندز د جګړې رهبري د پاکستاني جنګیالیو په غاړه وه، چې چیچین، عرب، ازبکستاني او یو شمېر نور بهرني جنګیالي هم ورسره وو.
د افغان چارواکو په خبره چې د کندوز د بیا نیونې پر مهال یې وسله والو ته سخته مرګ ژوبله هم اړولې، چې یو شمېر په کې لوړ پوړي او بهرني جنګیالي هم شتون لري.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین