چارواکي وايي، د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د ولسوال په ګډون ۹ تنو ته په یوه ترافیکي پېښه کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ مازیګر ناوخته د کابل- کندهار پر لویه لار د میدان اړوند په دراني سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
چارواکي زیاتوي، چې په دغه پېښه کې یوه مېرمن وژل شوې او د چک د ولسوال محمد هاشم په ګډون ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
ویل کېږي ټپیان د میدان وردګو مرکزي روغتون ته لېږدول شوي او د دو تنو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
جمهور آژآنس:میدان وردګ