۰

د فلسطین بیرغ د ملګروملتونو پر دفتر پورته شو

پنجشنبه ۹ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۱۹
د لومړي ځل له پاره د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په نیویارک کې د ملګروملتونو پر دفتر د فلسطین بیرغ پورته شو.
د فلسطین بیرغ د ملګروملتونو پر دفتر پورته شو
د لومړي ځل له پاره د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په نیویارک کې د ملګروملتونو پر دفتر د فلسطین بیرغ پورته شو.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه مراسم تیره ورځ جوړ شوي وو، چې یو شمیر مشرانو برخه اخیستې وه.
غونډې ته د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس وویل، دا یوه تاریخي شیبه ده او له ویاړه ډکه ورځ ده.
د بیرغ د پورته کولو تر مراسمو مخکې د فلسطنیي ادارې مشر محمود عباس د ملګرو ملتو عمومي غونډې ته وویل چې دا منطقي نه ده چې د فلسطیني دولت موضوع لا هم نه ده هواره شوې.
باید وویل شي، چې د سپتمبر په لسمه د ملګرو ملتو په عمومي غونډه کې رایي واچول شوې او موافقه وشوه چې د نورو ملتونو تر څنګ دې د فلسطین بیرغ هم په ملګرو ملتو کې ورپول شي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین