۰

ملي امنیت د ټولنیزو رسنیو او ویبپاڼو د بندولو اوازه رد کړه

پنجشنبه ۹ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۴۳
د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویاند حسیب صدیقي وايي، هغه اوازې دوغ دي، چې ویل کېږي، ملي امنیت په هیواد کې پر فېسبوک او نورو ټولنیزو رسنیو بندیز لګوي.
ملي امنیت د ټولنیزو رسنیو او ویبپاڼو د بندولو اوازه رد کړه
د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویاند حسیب صدیقي وايي، هغه اوازې دوغ دي، چې ویل کېږي، ملي امنیت په هیواد کې پر فېسبوک او نورو ټولنیزو رسنیو بندیز لګوي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې صدیقي زیاته کړه، چې د افغانستان استخبارات به هېڅکله خلک له ټولنیزو رسنیو راونه ګرځوي ځکه چې په وینا یې ویبپاڼې او ټولنیزې رسنۍ له عامه پوهاوي او د معلوماتو له خپراوي سره مرسته کوي.
نوموړي دغه اوازې ته په اشارې سره وویل، چې ځیني کسان د هیواد له منځه او بهره د ملي یووالي، او د امنیتي ځواکونو په شمول د ملي ارزښتونو خلاف منفي تبلیغات کوي.
د صدیقي په خبره دا ډول افراد د افغانستان د دښمنانو په ګټه د افغانانو په منځ کې د وېرې او ترهې د خپرولو هڅه کوي خو خلک باید د دا ډول کسانو د تبلیغاتو د خپرېدو وسیله ونه ګرځي.
نوموړي خبردارۍ ورکړل، چې ټول هغه کسان او ډلې به چې د هیواد پر ضد کار کوي او د افغانستان د دښمنانو په ګټه تبلیغات کوي وپېژندل شي او له قوانینو سره سم به تعقیب شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین