۰
حیات الله حیات:

ټول امنیتي مسؤول باید ۲۴ ساعته په دنده کې حاضر وي

پنجشنبه ۹ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۳۳
د میدان وردګو والي حیات الله حیات د دغه ولایت لوړ پوړو امنیتي چارواکو ته امر کړي، چې له دې وروسته به ۲۴ ساعته په خپله دنده کې حاضر وي.
ټول امنیتي مسؤول باید ۲۴ ساعته په دنده کې حاضر وي
د میدان وردګو والي حیات الله حیات د دغه ولایت لوړ پوړو امنیتي چارواکو ته امر کړي، چې له دې وروسته به ۲۴ ساعته په خپله دنده کې حاضر وي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې والي حیات دغه ګام تر هغې وروسته واخیست چې په شمال کې کندوز ولایت د ولایتي مسؤولینو د بې پروايۍ او په دنده کې د نه شتون له امله د وسله والو لاس ته ولوېده.
د والي په مشرۍ د میدان وردګو نظامي شورا وویل چې لوړ پوړي امنیتي مسؤلین به له دې وروسته په دغه ولایت کې ۲۴ ساعته دنده ترسره کړي او هر مهال به دوی نظامي چمتوالی ولري .
والي حیات الله حیات وویل د ولایت نظامي لومړی، دویمه او دریمه درجه امنیتي مسؤلین باید په دغه ولایت کې هر مهال په نظامي چمتوالې سره ۲۴ ساعته دنده کې حضور ولري .
هغه زیاته کړه،په دغه کار سره غواړي،چې په حقیقي ډول امنیتي مسؤلین خپلې دندې په مسؤلیت سره ترسره کړي او د اړتیا پر مهال بېړني اقدامات هم ترسره کړي .
د ولایت په مقام کې په دغه جوړه شوې غونډه کې پر یو شمېر نورو مهمو امنیتي موضوعاتو باندې بحث او پرېکړې وشوې .
جمهورآژآنس:میدان وردګ
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین