۰

د اچین په پرونۍ جګړه کې۱۰۰ داعشیان وژل شوي

چهارشنبه ۸ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۴۸
امنیتي چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او داعش وسله والو تر منځ جګړه کې ۲۰۰ داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اچین په پرونۍ جګړه کې۱۰۰ داعشیان وژل شوي
امنیتي چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او داعش وسله والو تر منځ جګړه کې ۲۰۰ داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې داعش وسله والو یو ځل بیا تېره ورځ په اچین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په سرحدي پوستو بریدونه پیل کړل، خو ډېر ژر د افغان ځواکونو له سخت ځواب سره مخ شول.
د ننګرهار امنیه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد وایي، سلګونو داعشیانو چې د ده په وینا ۹۰ سلنه یې پاکستانیان دي، له افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه ولایت کې د داعش وسله والو رهبري د پاکستان
د ننګرهار امنیه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد وایي، سلګونو داعشیانو چې د ده په وینا ۹۰ سلنه یې پاکستانیان دي، له افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.
د څارګرې ادارې له خوا کېږي، جنګیالي یې هم پاکستانیان دي.
د ننګرهار امنیه قوماندان وايي، چې د افغان ځواکونو په پیل شوو عملیاتو جګړه کې تر دې مهال ۱۰۰ داعشیان وژل شوي او ۱۰۰ نور ټپیان شوي او لا هم جګړه روانه ده.
په ورته وخت کې د اچین ولسوال حاجي غالب هم ویلي، چې نېږدې ۱۰۰۰ تنو داعشیانو چې نېږدې ټول یې د پاکستان ملېښه او د پوځ ځواک دی، په اچین ولسوالۍ کې جګړه پیل کړې ده.
د هغه په وینا داعشیانو ته درنده مرګ ژوبله اوښتې او افغان ځواکونه په خورا لوړ مورال په عملیاتو او جګړه بوخت دي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په اچین کې د ۸۵ داعشیانو د وژل کېدو خبر ورکړی و، چې په خبره یې ټول د پاکستان وګړي وو.
بل خوا راپورونه وايي، چې د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې بیا د طالبانو او داعش تر منځ سختې نښتې شوې، چې په کې ۴ داعشیان او دوه طالبان وژل شوي دي.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین