۰
جوبايډن:

د افغان ځواکونو تمویل او تجهیر ته به له ژمنې سره سم پام وکړو

چهارشنبه ۸ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۰۷
د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما مرستیال جوبایډن وايي، امریکا به د افغان ځواکونو تمویل او تجهیر ته له کړې ژمنې سره سم پام وکړي.
د افغان ځواکونو تمویل او تجهیر ته به له ژمنې سره سم پام وکړو
د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما مرستیال جوبایډن وايي، امریکا به د افغان ځواکونو تمویل او تجهیر ته له کړې ژمنې سره سم پام وکړي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې جوبایډن دغه څرګندونې د افغان حکومت د اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره په نیویارک کې د لیدنې پر مهال کړې دي.
په دغه ناسته کې دواړو د افغانستان او امریکا پر راتلونکو اړیکو، د همکاریو پر پراختیا،
د افغانستان اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په خپلو خبرو کې وویل، چي افغان ځواکونو په یوازې کولای شي، د ترهګرو مقابله وکړي، خو په وینا یې اړتیا ده، چي ملګري او همکار هیوادونه یې اکمال او تجهیز ته پام زیات کړي.
له پاکستان سره پر اړیکو، د افغانستان پر امنیتي وضعیت او د افغان امنیتي ځواکونو پر تمویل او تجهیز خبرې وکړې.
د افغانستان اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په خپلو خبرو کې وویل، چي افغان ځواکونو په یوازې کولای شي، د ترهګرو مقابله وکړي، خو په وینا یې اړتیا ده، چي ملګري او همکار هیوادونه یې اکمال او تجهیز ته پام زیات کړي.
نوموړی وايي، په سیمه کي د امن راتګ لپاره ضرورت دی، څو ټولي ښکيلي خواوې خپل مسؤلیت په سمه توګه ادا او په دې مبارزه کي همسایه هیوادونه ضروري همکاري وکړي.
په ورته وخت کې جو بایډن وویل، چي افغانستان د امریکا لپاره اساسي اهمیت او افغان ځواکونه باید د دې جوګه شي، چي هلته شوي پرمختګونه وساتلی شي.
بایډن زیاته کړه، چې امریکا به د افغانستان سره دخپلو راتلونکو همکاریو مسیر هم ټاکي او د ژمني سره سم به ، د افغان ځواکونو تمویل او تجهیز ته هم پام کېږي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین