۰

جرمني له افغانستانه د ځواکونو ایستل ځنډوي

چهارشنبه ۸ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۴۱
د جرمني دفاع وزارت اعلان وکړ، چې له افغانستان د خپلو ځواکونو پر مهال وېش له سره غور کوي او له دغه هېواد د ستېرو وتل ځنډوي.
جرمني له افغانستانه د ځواکونو ایستل ځنډوي
د جرمني دفاع وزارت اعلان وکړ، چې له افغانستان د خپلو ځواکونو پر مهال وېش له سره غور کوي او له دغه هېواد د ستېرو وتل ځنډوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې وه، چې د روان میلادي کال تر پایه جرمني سرتېري له افغانستان ووزي خو د کندوز پېښې ته په کتو دغه هېواد اعلان کړي، چې خپل سرتېري به له افغانستانه نه باسي.
رویټرز اژانس د جرمني د دفاع وزیر ارسولا وان دیر لیین له قوله ویلي، «دا مهمه ده چې موږ په احتیاط اوسنی وضعیت وڅارو او موږ خپله پریکړه
رویټرز اژانس د جرمني د دفاع وزیر ارسولا وان دیر لیین له قوله ویلي، «دا مهمه ده چې موږ په احتیاط اوسنی وضعیت وڅارو او موږ خپله پریکړه د حقایقو او څېړونکو په استناد له شرایطو سره سم وکړو، نه د تقسیم اوقات له مخې»
د حقایقو او څېړونکو په استناد له شرایطو سره سم وکړو، نه د تقسیم اوقات له مخې»
نوموړي د کندوز پېښې ته په اشارې سره ویلي، چې ناټو باید د افغانان ماموریت د راتلونکې په اړه د پرېکړې پر مهال له ډېر دقته کار واخلي او متوجه و واوسي.
د جرمني دفاع وزیر بیا د کندوز پیښې ته اشاره وکړه او ویې ویل « ناټو باید دې ته ځیر شي چې کله د افغان ماموریت د راتلونکې په اړه پریکړه کوي».
د جرمني دفاع وزیر ارسولا وان دیر لیین وویل، کندوز هغه ځای دی چې زموږ به کله هم هیر نه شي.
نوموړي ویلي، چې اوس به یې عسکر په ۲۰۱۶ کال کې هم په افغانستان کې پاتې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کندوز له پېښې وروسته د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر جان مکېن هم له اوباما غوښتي، چې له افغانستان د سرتېرو د وتلو پر مهال وېش له سره غور وکړي.
نوموړي ویلي، که ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، نو دغه هېواد به د عراق له برخلیک سره مخ او د ترهګرو پر پټنځای بدل شي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین