۰

د کندوز لپاره د طالبانو والي او د لشکر طیبه مسؤول و وژل شول

چهارشنبه ۸ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۲۸
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، په کندوز ولایت کې د یوه هوايي برید پر مهال د دغه ولایت له پاره د طالبانو نومول شوی والي مولوي سلیم، هغه مرستیال ذبیح الله، د لشکر طیبه مسؤول کمانډر حارث او ۱۵ نور طالب قوماندانان وژل شوي دي.
د کندوز لپاره د طالبانو والي او د لشکر طیبه مسؤول و وژل شول
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، په کندوز ولایت کې د یوه هوايي برید پر مهال د دغه ولایت له پاره د طالبانو نومول شوی والي مولوي سلیم، هغه مرستیال ذبیح الله، د لشکر طیبه مسؤول کمانډر حارث او ۱۵ نور طالب قوماندانان وژل شوي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ملي امنیت د طالبانو والي د خپلو ملګرو په مرسته غوښتل چې پر هوايي ډګر برید وکړي؛ خو له ملي امنیت سره په هغمږۍ پر دوی هوايي برید شوی دی.
د ملي امنیت عمومي ریاست خبر پاڼه کې ویلي چې په برید کې د لښکرطیبه وژل شوی مسئول د پاکستان د پنجاب ایالت اوسېدونکی و.
بل خوا د افغان پوځ چارواکي وايي، د کندوز په عملیاتو کې یې تر اوسه لږ تر لږه ۱۶۰ تنه طالبان د هغوی د لوړ پوړو قوماندانو په ګډون وژل شوي او افغان ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.
د دغه عملیاتو مشري جنرال عبدالحمید وردګ کوي او ویل کېږي، چې افغان پوځیانو د ښار د کلابندۍ پر مهال درنه مرګ ژوبله هغه مهال وسله والو ته واړوله، چې وسله والو غوښتل له ښاره پښې سپکې کړي خو د افغان ځواکونو په کمین کېوتل.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین