۰
جان مکېن:

افغانستان ته نه پاملرنه به دغه هېواد د عراق له برخلیک سره مخ کړي

سه شنبه ۷ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۴۰
د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر سناتور جان مکېن د کندوز ولایت پېښې ته په اشارې سره ویلي، چې د دغه ډول پېښو تکرار او افغانستان ته نه پاملرنه به دغه هېواد د عراق په برخلیک اخته کړي.
افغانستان ته نه پاملرنه به دغه هېواد د عراق له برخلیک سره مخ کړي
د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر سناتور جان مکېن د کندوز ولایت پېښې ته په اشارې سره ویلي، چې د دغه ډول پېښو تکرار او افغانستان ته نه پاملرنه به دغه هېواد د عراق په برخلیک اخته کړي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې مکېن چې پرون یې د دغه کمېټې غړو ته وینا کوله وايي، چې د افغانستان د کندوز ولایت
نوموړي ویلي، چې د کندوز ولایت سقوط له دې امله شوی، چې ګڼ شمېر امریکايي ځواکونه له افغانستانه وتلي دي او په وینا یې که نور امریکايي ځواکونه هم له افغانستانه ووځي، نو دغه هېواد به د عراق له برخلیک سره مخ شي.
سقوط په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د نه موجودیت له امله بللی دی.
نوموړي ویلي، چې د کندوز ولایت سقوط له دې امله شوی، چې ګڼ شمېر امریکايي ځواکونه له افغانستانه وتلي دي او په وینا یې که نور امریکايي ځواکونه هم له افغانستانه ووځي، نو دغه هېواد به د عراق له برخلیک سره مخ شي.
مکېن ویلي، چې د امریکا ولسمشر اوباما نه باید له افغانستان د ټولو ځواکونو د وتلو پروسه د روان کال تر پایه عملي کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان ته نه پاملرنه به دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل کړي او دا هېواد به یو ځل بیا د ترهګرو لاس ته ولوېږي.
باید وویل شي، چې مکېن تل له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو له پروسې سره مخالف دی او په دې برخه کې یې د ولسمشر اوباما پالیسي ناکامه بللې ده.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین