۰
محمود خان اڅکزی:

چین دې له پاکستانه ضمانت واخلي، چې د افغانستان په چارو کې به لاسوهنه نه کوي

سه شنبه ۷ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۳۸
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند محمود خان اڅکزي له چین هېواد نه غوښتي، چې د افغانستان د ستونزو په حل او سوله کې منځګړیتوب وکړي او له پاکستانه دا ضمانت واخلي، چې نور به د افغانستان په چارو کې لاسوهنه، نه کوي
چین دې له پاکستانه ضمانت واخلي، چې د افغانستان په چارو کې به لاسوهنه نه کوي
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند محمود خان اڅکزي له چین هېواد نه غوښتي، چې د افغانستان د ستونزو په حل او سوله کې منځګړیتوب وکړي او له پاکستانه دا ضمانت واخلي، چې نور به د افغانستان په چارو کې لاسوهنه، نه کوي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ښاغلي اڅکزي دغه څرګندونې تېره ورځ په کوټ کې د خپل ګوند یوې لویې غوندې ته د وینا پر مهال وکړې.
نوموړي په خپلو خبرو کې پر پاکستان
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزی د روان وضعیت او راتلونکو پېښو په اړه اندیښه وښوده له پاکستانه یې وغوښتلو چې په خپله کور د اور له لګېدو مخکې په افغانستان کې بل کړی اور مړ کړي.
هم غږ وکړ، چې نور باید په افغانستان کې له لاس وهنې لاس په سر شي او پرېږدي، چې دغه ولس په ارامه خپل ژوند وکړي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزی د روان وضعیت او راتلونکو پېښو په اړه اندیښه وښوده له پاکستانه یې وغوښتلو چې په خپله کور د اور له لګېدو مخکې په افغانستان کې بل کړی اور مړ کړي.
دغه راز ښاغلي اڅکزي د سیمې او نړۍ له هېوادونو هم وغوښتل، چې د افغانستان د ستونزو په حل او سوله کې ریښتینې او صادقانه هلې ځلې وکړي.
دا یوازې محمود خان اڅکزی نه دی، چې د پاکستان څخه د افغانستان په چارو کې د نه لاسوهنې غوښتنه کوي، بلکې تر دې وړاندې هم یو شمېر سیاسي ګوندونو او مشرانو پر پاکستان غږ کړی، چې په افغانستان کې له لاسوهنې لاس په سر شي که نه په وینا یې دغه بل شوی اور به د پاکستان تر ګرېوان پورې ورسېږي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین