روغتیايي مسؤولین وايي، په میدان وردګ ولایت کې د سړک د غاړې به بمي چاودنه کې شپږ تنو ماین پاکانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ د دې ولایت د سید آباد ولسوالۍ د ټوپ دښتې په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
رپوتونه وايي، ماین پاکان چې د سټرلینګ په نوم د ماین پاکۍ کارکوونکي وو په یوه کاسټر موټر کې کاري سیمې ته روان وو، چې د سړک تر غاړې ماین پرې چاودنه وکړه.
د میدان وردګ د مرکزي روغتون ډاکتر وايي، د دغه پېښې څخه ورته یو تن مړی او پنځه تنه ټپیان وروړل شوي، چې د یوه تن ټپي حالت نازک و او کابل ته لېږدول شوی دی.
تر اوسه چا د دغه چاودنې مسؤولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورآژآنس:میدان وردګ