۰

فاریاب کې ځانمرګي برید ۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

دوشنبه ۶ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۳۸
امنیتي چارواکي وايي، په فاریاب ولایت کې د یوه ځانمرګي برید له امله د ولسي پاڅون کوونکو د یوه قوماندان په ګډون ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
فاریاب کې ځانمرګي برید ۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
امنیتي چارواکي وايي، په فاریاب ولایت کې د یوه ځانمرګي برید له امله د ولسي پاڅون کوونکو د یوه قوماندان په ګډون ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید تېره ورځ د فاریاب ولایت شرین تګاب ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو پر قوماندان شوی.
د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند سید مسعود یعقوبي وايي، ځانمرګی برید ګر پر بایسکل شپور و او د قوماندان حاجي فیض محمد څنګ ته یې چاودنه کړې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې په برید کې قوماندان حاجي فیض محمد او یو بل تن وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.
د برید مسؤولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی او ویاند یې قاري یوسف احمدي ویلي، چې په دغه برید کې یې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم قوماندان فیض محمد له خپلو اتو کسانو سره یو ځای وژلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په پکتیکا ولایت کې د یوه پلي ځانمرګي برید کوونکي په برید کې چې د ولیبال په میدان کې یې وکړ، ۱۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي او تر ۳۰ زیات ټپیان شوي دي.
جمهورآژآنس:فاریاب
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین