۰

یوناما وايي افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوې ده

دوشنبه ۶ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۴۲
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر وايي، د روان زېږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي افغانانو مرګ ژوبله د تېر کال د ورته مودې په پرتله ډېره شوې ده.
یوناما وايي افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوې ده
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر وايي، د روان زېږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي افغانانو مرګ ژوبله د تېر کال د ورته مودې په پرتله ډېره شوې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې یوناما په یوه راپور کې ویلي چې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال په لومړۍ نیمايي کې ۴۹۲۱ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
راپور زیاتوي، چې له دې ډلې ۱۵۹۲ کسان وژل شوي او ۳۳۲۹ نور ټپيان شوي دي.
په دغه راپور کې دا هم ویل شوي، چې ملکي وګړو ته ۹۰ سلنه مرګ ژوبله په جګړو، د ماینونو په چاودنو او ځانمرګو بریدونو کې اوښتې ده.
یوناما دغه راپور پر داسې مهال خپروي، چې همدا تېره ورځ او شپه په پکتیکا کې د یوه ځانمرګي برید له امله ۴۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او په بغلان کې د واده په مراسمو کې د نښتې له امله ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ټول ولسي وګړي دي.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین