۰

د واده په مراسمو کې د نښتې له امله ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

دوشنبه ۶ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۳۸
امنیتي چارواکي وايي، په بغلان ولایت کې د واده په مراسمو کې د غیر مسؤوله وسله والو تر منځ نښته کې ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د واده په مراسمو کې د نښتې له امله ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
امنیتي چارواکي وايي، په بغلان ولایت کې د واده په مراسمو کې د غیر مسؤوله وسله والو تر منځ نښته کې ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه نښته تېره شپه د بغلان ولایت د صلاح ولسوالۍ په یوه کلي کې رامنځ ته شوې ده.
د صلاح ولسوالۍ امنیه قوماندان ګلستان خان وايي، نښته د غیر مسؤوله وسله والو کسانو تر منځ شوې، چې له امله یې ۲۰ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا نښته هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د واده مراسم روان و او وژل شوي کسان ټول نارینه دي.
دا لومړی ځل نه دي، چې په دغه ولایت کې ورته پېښه رامنځ ته کېږي، بلکې له دې څه موده وړاندې هم په یاد ولایت کې د واده په مراسمو کې د یوه هلک پر سر د غیر مسؤوله وسله والو تر منځ نښته کې مرګ ژوبله رامنځ ته شوې وه.
جمهور آژآنس:بغلان
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین