۰

په ننګرهار کې ټول وژل شوي داعشیان د پاکستان اړوند دي

دوشنبه ۶ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۲۷
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وایي، د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې وژل شوي داعشیان ټول د پاکستان اړوند دي او دا کسان د حافظ سعید په ډلې پورې تړاو لري.
په ننګرهار کې ټول وژل شوي داعشیان د پاکستان اړوند دي
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وایي، د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې وژل شوي داعشیان ټول د پاکستان اړوند دي او دا کسان د حافظ سعید په ډلې پورې تړاو لري.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې تېره ورځ سهار وختي د افغان ځواکونو او داعش تر منځ سخته نښته هغه مهال پیل شوه، چې داعش وسله والو د افغان ځواکونو په دریو سرحدي پوستو بریدونه پیل کړل.
د داعش له بریدونو سره سم تازه دمه افغان سرتېري له هوايي او توپچي ځواک سره سیمې ته ورسېدل او پر داعش یې سخت بریدونه پیل کړل.
د ملي امنیت لوی ریاست وايي، د افغان ځواکونو په دغه هوايي او ځمکنیو
د ملي امنیت لوی ریاست وايي، د افغان ځواکونو په دغه هوايي او ځمکنیو بریدونو کې د اچین ولسوالۍ په عبدالخېل سیمه کې ۶۰ تنه داعشیان وژل شوي او دغه راز په شډل سیمه کې بیا ۲۵ تنه وژل شوي دي.
بریدونو کې د اچین ولسوالۍ په عبدالخېل سیمه کې ۶۰ تنه داعشیان وژل شوي او دغه راز په شډل سیمه کې بیا ۲۵ تنه وژل شوي دي.
د ملي امنیت ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي، چې په وژل شویو داعشیانو کې د هغوی د سلو تنو قوماندان جلیل اورکزی هم شامل دی او دغه راز یې درې ډاټسن موټر هم له منځه وړل شوي دي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې وژل شوي ټول وسله وال داعشيان د پاکستان اړوند دي او دا کسان د حافظ سعيد په ډله پورې تړاو لري.
په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم وایي، په اچین ولسوالۍ کې داعش ته سخت تلفات اوښتي او په مکمله توګه یې ماته خوړلې ده.
پر همدې مهال د اچین ولسوال حاجي غالب وايي، داعشیانو چې ډېری یې د پاکستان پوځ او ملېشه وه، د افغان ځواکونو په سرحدي پوستو په برید کې دوه تنه پولیس وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي، خو د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۳۵ داعشیان وژل شوي او ۲۲ تنه نور ټپیان شوي.
د هغه په وینا داعشیان په خورا پرمختللو سپکو او درندو وسلو سمبال و، خو افغان ځواکونو کلکه ماته ورکړه.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین