۰

لوګر کې پنځه وسله وال وژل شوي او ۱۱ نور نیول شوي

يکشنبه ۵ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۴۲
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، امنیتي ځواکونو په لوګر ولایت کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال د یوه قوماندان په ګډون پنځه وسله وال وژلي او ۱۱ نور یې ژوندي نیولي دي.
لوګر کې پنځه وسله وال وژل شوي او ۱۱ نور نیول شوي
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، امنیتي ځواکونو په لوګر ولایت کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال د یوه قوماندان په ګډون پنځه وسله وال وژلي او ۱۱ نور یې ژوندي نیولي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت له خوا په ننۍ خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ځواکونو دغه عملیات د لوګر ولایت د خوشي ولسوالۍ په توره چینه سیمه کې تر سره کړي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې په دې عملیاتو کې د قاري یوسف په نامه د طالبانو د ډلې یو تن قوماندان چې په عمري مشهور و، له څلورو ملګرو سره وژل شوی او ۱۱ نور وسله وال نیول شوي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یادې وسله والې ډلې غوښتل د اختر په شپو ورځو کې په لوګر او کابل کې یو لړ بریدونه تر سره کړي، خو د ملي امنیت ځواکونو له خوا یې پر وړاندې وار له مخه عملیات تر سره شول.
سرچینه وايي، د دغه وسله والې ډلې له پټنځایه څخه یو میل پیکا- یو میل کلاشینکوف- یو میل کرینوف- یو میل ټي ټي تفنګچه- یو میل ۱۱ ډزې سلاح- شپږ لاسي بمونه - یو پایه آی کم مخابره- دوه موټرسایکلونه- یو قاب دوربین او یوه اندازه نور چاودېدونکي او پوځي توکي د ملي امنیت لوی ریاست موظفینو ترلاسه کړي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
باید وویل شي، چې افغان ځواکونو څه موده وړاندې هم په دغه ولایت کې د وسله والو یو لو مرکز کشف او له منځه وړی وو.
جمهور آژآنس:لوګر
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین