۰

په اچین ولسوالۍ کې۷۳ داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

يکشنبه ۵ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۰۹
امنیتي چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او داعش وسله والو تر منځ جګړه او عملیاتو کې د داعش ۷۳ جګړه مارو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په اچین ولسوالۍ کې۷۳ داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
امنیتي چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او داعش وسله والو تر منځ جګړه او عملیاتو کې د داعش ۷۳ جګړه مارو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې داعش وسله والو نن سهار وختي، د اچین ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د سرحدي پولیسو پر پوستو بریدونه پیل کړل.
د اچین ولسوال حاجي غالب وايي، د داعش په برید کې دوه تنه سرحدي پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا د داعش له برید سره سم سیمې ته تازه دمه افغان پوځیان چې هوايي او توپچي ملاتړ هم ورسره وو، ورسېدل او پر داعش وسله والو سخت بریدونه پیل کړل.
حاجي غالب زیاتوي، چې د افغان امنیتي ځواکونو او داعش تر منځ دغه جګړه ۸ ساعته وغځېده، چې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې ۳۵ تنه داعشیان و وژل شول.
د اچین ولسوال وايي، دا مهال جګړه پای ته رسېدلې او افغان ځواکونو په دې ولسوالۍ کې د وسله والو پر ضد چاڼيز عملیات پيل کړي دي.
هغه وايي دا جګړه داعشیانو پیل کړې ده، خو دوی پخپله نه دي، بلکې د پاکستان پوځ جنګېږي، داسې وسلې لري، چې نور هېڅوک یې نه لري.
په ورته وخت کې د کورنیو چار وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، په اچین او کوټ ولسوالۍ کې ۵۱ داعشیان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په دې عملیاتو کې د داعش درې موټر او نور مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

جمهورآژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین