۰

پاکستاني طالبانو د دغه هېواد حکومتي مامورینو ته د دندو پرېښودو ګواښ کړی

يکشنبه ۵ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۳۴
پاکستاني طالبانو د دغه هېواد ټولو دولتي مامورینو ته ګواښ کړی، چې خپلې دندې پرېږدي، که نه دوی به یې پر وړاندې خپل جهاد ته دوام ورکړي.
پاکستاني طالبانو د دغه هېواد حکومتي مامورینو ته د دندو پرېښودو ګواښ کړی
پاکستاني طالبانو د دغه هېواد ټولو دولتي مامورینو ته ګواښ کړی، چې خپلې دندې پرېږدي، که نه دوی به یې پر وړاندې خپل جهاد ته دوام ورکړي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه څرګندونې پاکستاني طالبانو په هغه بیان کې کړې، چې د لوی اختر په مناسبت یې خپور کړی دی.
د پاکستاني طالبانو مشر مولوي فضل الله په دغه پیغام کې ویلي، چې د پاکستان
نوموړي زیاته کړې« د پاکستان دحکومت د لوړې پایې څخه نیولې تر یو ادني ملازم دپاره زما دا پیغام دی چې خپلې نوکرۍ پریږدۍ اؤ توبه وباسۍ په دې کې ستاسو ګټه ده.»
د حکومت له لوړ پوړي چارواکي نیولې تر یوه عادي ملازم یا کار کوونکي پورې باید ټول له خپلو دندو لاس په سر شي که نه په وینا یې طالبان به یې جنت ته د تلو په جذبه پر وړاندې جهاد وکړي.
نوموړي زیاته کړې« د پاکستان دحکومت د لوړې پایې څخه نیولې تر یو ادني ملازم دپاره زما دا پیغام دی چې خپلې نوکرۍ پریږدۍ اؤ توبه وباسۍ په دې کې ستاسو ګټه ده.»
مولوي فضل الله ویلي، چې د پاکستان حکومت، حکومتي کارکوونکي د کفر نوکران ګرځولي او هغوی د شریعت د نفاذ مخنیوی کوي.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې پاکستاني طالبانو یوازې د پاکستان نظامي ځواکونو ته دغه ګواښ کړی و، خو دا لومړی ځل دی، چې دولتي مامورینو ته دغه ډول ګواښ کوي.
جمهورآژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین