۰

افغان ځواکونو په ننګرهار کې پر داعش سخت بریدونه پیل کړي

يکشنبه ۵ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۰۷
امنیتي چارواکي وايي، په لومړي ځل په ننګرهار ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او داعش وسله والو تر منځ سخته جګړه پیل شوې ده، خو د افغان ځواکونو مورال خورا لوړ دی.
افغان ځواکونو په ننګرهار کې پر داعش سخت بریدونه پیل کړي
امنیتي چارواکي وايي، په لومړي ځل په ننګرهار ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او داعش وسله والو تر منځ سخته جګړه پیل شوې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه جګړه د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې پیل شوې، چې لا هم په شدت سره دوام لري.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال د جګړې د پیل پخلی کوي، خو په دې اړه له جزیاتو ورکولو ډډه کوي.
لومړی داعش وسله والو د افغان ځواکونو پر پوستو برید کړی، خو چارواکي وايي، افغان ځواکونو په سخت ځوابیه برید لاس پورې کړی او ډېر ژر به داعش په یاده سیمه کې له منځه یوسي.
په ورته وخت کې په ننګرهار کې د ۳۰۱ سرحدي زون قوماندان ولي خان شینواری هم وايي، د افغان ځواکونو او داعش تر منځ په اچین ولسوالۍ کې سخته جګړه پیل شوې، چې لا هم دوام لري.
نوموړی زیاتوي، چې سیمې ته تازه ځواکونه هم رسېدلي خو افغان ځواکونه د داعش د ځپلو له پاره هوايي ملاتړ ته سخته اړتیا لري.
پر همدې مهال د ننګرهار د ولایتي شورا غړي ذبیح الله زمری وايي، سیمې ته تازه دمه سرتېري، توپچي او دغه راز هوايي ځواک رسېدلی دی.
د هغه په وینا افغان ځواکونه په پوره مېړانه او لوړ مورال سره په داعش وسله والو سخت بریدونه پیل کړي دي او ډېر ژر به یې له منځه یوسي.
تر اوسه د دغه جګړې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
که څه هم داعش تر دې وړاندې د ننګرهار ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې له ولسي خلکو سره زور زیاتی پیل کړی او له وسله والو طالبانو سره یې جګړې کړې، خو دا لومړی ځل دی، چې له افغان ځواکونو سره په جګړه کېوزي.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین