۰

امریکا افغان پوځ ته ۵۵ متحرک یرغلیز ګاډي اخلي

يکشنبه ۵ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۶:۴۴
د امریکا دفاع وزارت د افغانستان د ملي اردو لپاره له یوه امریکايي شرکت سره د ۵۵ یرغلیزو متحرکو وسایطو قرارداد وکړ.
امریکا افغان پوځ ته ۵۵ متحرک یرغلیز ګاډي اخلي
د امریکا دفاع وزارت د افغانستان د ملي اردو لپاره له یوه امریکايي شرکت سره د ۵۵ یرغلیزو متحرکو وسایطو قرارداد وکړ.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا وساسط به د لویزیانا په نیو اورلینز کې د ټیکسترن مرین انډ سیستمز شرکت له لوري جوړ شي.
سرچینه زیاتوي، چې د متحدو ایالتونو دفاع وزارت دغه شرکت ته د ۵۵ وسایطو د جوړولو لپاره ۵۶ ملیونه او یولکو شپږ اویا زره اته سوه څلور شپېته زره ډالر ورکوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا نقلیه یرغلیز وسایط به د ۲۰۱۶ م کال د اپریل تر ۱۸ پوري بشپړ شي.
دغه راز ټاکل شوې، امریکا د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو ته د ۳۶۹ ملیون ډالرو په ارزښت ۲۲۹۳ د منځني تاکتیک زغرګاډي هم وپېري.
د متحدو ایالتونو دفاع وزارت د دغو زغرګاډو قرارداد مخکې لاسلیک کړی دی.
جمهورآژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین