۰

امریکا له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو پر پلان له سره غور کوي

شنبه ۴ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۱۴
سپینه ماڼۍ وايي، امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د حضور پر پلان له سره غور پیل کړی دی، خو ځیني چارواکي اندېښمن دي چې په پراخه پیمانه د ځواکونو ایستل به سبب شي چې د افغانستان حکومت د طالبانو او نورو سختدریځو ډلو ترفشار لاندې راشي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سپینې ماڼې دا خبره وروسته له هغې کړې، چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو عمومي قومندان جنرال جان کېمبل پینتاګون او د ناټو تړون چارواکو ته پنځه سپارښتنې لېږلي دي.
وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د امریکايي او ناټو چارواکو په قول وویل چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو عمومي قومندان جنرال جان کېمبل پینتاګون او د ناټو تړون چارواکو ته پنځه سپارښتنې لېږلي دي.
د ورځ پاڼې په قول د کېمپبل لومړی انتخاب دا دی، چې د امریکا اوسني پوځیان دې، چې شمېر یې نژدې ۱۰ زره دی، پاتې شي.
د هغه دوهم انتخاب دا دي، چې یو څه دې لږ او تر ۸ زرو دې نه کمېږي او بله سپارښتنه دا ده چې نیمايي ته دې رالږ شي او وروستی دا چې اوسنی پلان چې پر اساس یې د ۲۰۱۶ م کال په پای کې یوازې څو سوه امریکايي پوځیان پاتې کېږي عملي شي.
ورځپاڼه وايي پینتاګون تر اوسه پورې د ځواکونو د شمېر په پلان کې د بدلون په اړه رسماً کومه سپارښتنه نه ده کړې.
وال ستریټ ژورنال وايي چې په ۲۰۱۱ کې له عراقه د پوځیانو ایستل او په دغه هیواد کې د داعش رامنځته کېدا هغه درسونه دي چې چارواکي یې د افغانستان په اړه اندېښمن کړي دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین