۰

هند هڅه کوي، چې د چاه بهار بندر پروژه پیل شي

شنبه ۴ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۰۶
د افغانستان، هند او ایران ترمنځ د نړیوال ترانزیت دهلېز د یوې موافقې په لاسلیکولو خبر او کار روان دی او هند هڅه کوي، چې د چاه بهار بندر پروژه ژر پیل کړي.
هند هڅه کوي، چې د چاه بهار بندر پروژه پیل شي
د افغانستان، هند او ایران ترمنځ د نړیوال ترانزیت دهلېز د یوې موافقې په لاسلیکولو خبر او کار روان دی او هند هڅه کوي، چې د چاه بهار بندر پروژه ژر پیل کړي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې انډیا ټایمز ورځپاڼه وايي، دا پروژه د دې له پاره
په ورته وخت کې ځینې هندي چارواکي وايي، د چاه بهار بندر هدف دا نه دی چې پاکستان ته شا واړول شي بلکې هند هیله لري چې په یو پړاو کې به پاکستان حاضر شي چې د سارک له موافقو سره سم په ترانزیتي او تجارتي معاهدو کې شریک شي.
هند ته مهمه ده چې دغه هېواد ته لار هواروي، چې له افغانستان سره وصل شي او د پاکستان له اړتیا خلاص شي.
په ورته وخت کې ځینې هندي چارواکي وايي، د چاه بهار بندر هدف دا نه دی چې پاکستان ته شا واړول شي بلکې هند هیله لري چې په یو پړاو کې به پاکستان حاضر شي چې د سارک له موافقو سره سم په ترانزیتي او تجارتي معاهدو کې شریک شي.
په افغانستان کې د هند سفیر امرسینها په دې اړه ټایمز اف انډیا ورځپاڼې ته ویلي، چې دوی په درې اړخیزو خبرو کې د ترانزیتي دهلېز په اړه پر سلا کېدو او موافقې ته په رسېدو کار کوي.
ورځپاڼه زیاتوي، چې تېرو دوو ورځو کې د هند، افغانستان او ایران چارواکو د چاه بهار د ترانزیتي دهلېز د موافقې د نهايي کولو لپاره لیدنې کتنې کړې دي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین