۰

امریکا د افغانانو په ګډون یو لک کډوال مني

شنبه ۴ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۴۴
امریکا وايي، چمتو ده چې د افغانستان او سوریې په ګډون د نورو جګړه ځپلو هېوادونو لږ تر لږه ۱۰۰۰۰۰کډوالو ته په خپل هېواد کې ځای ورکړي.
امریکا د افغانانو په ګډون یو لک کډوال مني
امریکا وايي، چمتو ده چې د افغانستان او سوریې په ګډون د نورو جګړه ځپلو هېوادونو لږ تر لږه ۱۰۰۰۰۰کډوالو ته په خپل هېواد کې ځای ورکړي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ویلي، دا ګام یي ځکه پورته کړی چې امریکا خپل هغه نوم وساتي چې د نړۍ په کچه یې لري.
کیري وايي امریکا خپل نړیوال ځواک او قدرت ته په کتو سره غواړي د نړۍ په کچه د هغو هیوادونو په سر کې ځای ولري چې غیږه یې کډوالو ته خلاصه ده.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په خبره، دوی به دغو سل زره کډوالو ته ډیر مالي امکانات او د ژوندانه ښه سهولتونه برابر کړي.
نوموړی وايي له خپل جرمني ساري فرانک والتر شتاین مایر سره یې د کډوالو په نړیوال بحران خبري کړي او وروسته یي دا پریکړه اعلان کړې ده.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین