>> جمهور - افغان طالبانو شپږ تنه پاکستانیان وژلي
 
۰

افغان طالبانو شپږ تنه پاکستانیان وژلي

شنبه ۴ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۳۵
پاکستاني رسنیو د دغه هېواد امنیتي چارواکو له خولې خبر ورکړی، چې افغان طالبانو ډېورنډ پولې ته څېرمه ۶ تنه پاکستانیان وژلي دي
افغان طالبانو شپږ تنه پاکستانیان وژلي
پاکستاني رسنیو د دغه هېواد امنیتي چارواکو له خولې خبر ورکړی، چې افغان طالبانو ډېورنډ پولې ته څېرمه ۶ تنه پاکستانیان وژلي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دا خبره د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د دغه هېواد د بلوچستان ایالت د لیویز یا ملېشه ځواک د عمومي رييس طارق زهیر له خولې کړې ده.
طارق زهیر ویلي، چې افغان طالبانو د سپټمبر په دوه ویشتمه
طارق زهیر ویلي، چې افغان طالبانو د سپټمبر په دوه ویشتمه د افغانستان او پاکستان پولې ته څېرمه شپږ پاکستاني اتباع وژلي دي.
د افغانستان او پاکستان پولې ته څېرمه شپږ پاکستاني اتباع وژلي دي.
د بلوچستان ایالت په نوکونډي (نوکنډي) کې ملېشه ځواک د وژل شویو پاکستاني اتباعو ویدیو خپره کړې. په ویدیو کې د طالبانو له لوري د دغو شپږو کسانو وژل کېدا هم ښودل کېږي.
د وژل شویو کسانو نومونه، جمیل، سرور، شاه مراد، غني او کتب خان ښودل شوي او ویل شوي چې هغوی د نوشکي د سیمې د چاغي ښارګي اوسېدونکي دي.
خو د دغه کسانو د وژل کېدو دقیقه سیمه، او دا چې ولې وژل شوي څه نه دي ویل شوي، خو ګومان کېږي، چې وژل شوي کسان پلوڅ بېلتون غوښتونکي وي.
افغان طالبانو د پاکستاني چارواکو د دې ادعا په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
جمهورآژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین