>> جمهور - نور باید له هند څخه د ښه کیفیت درمل وارد شي
 
۰
ولسمشر غني:

نور باید له هند څخه د ښه کیفیت درمل وارد شي

شنبه ۴ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۱۷
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، یوه پلاوي ته یې دنده سپارلې چې د ملکي او پوځي ادارو له پاره د هند له معتبرو درمل جوړوونکو کمپنیو درمل وپېري.
نور باید له هند څخه د ښه کیفیت درمل وارد شي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، یوه پلاوي ته یې دنده سپارلې چې د ملکي او پوځي ادارو له پاره د هند له معتبرو درمل جوړوونکو کمپنیو درمل وپېري.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې تېره ورځ په کابل کې د یو شمېر پوځي او ملکي روغتونونو
دغه راز هغه د بې کیفیته درملو تر څنګ، د روغتونونو ناسمه اداره، د روغتونونو د ودانیو ناسمه معماري، د نرسانو کمښت، د روغتونو نه څارنه، د طبي خدماتو وړیا والی او د یوه څارونکي روغتیايي پلاوي نشتوالی هغه لاملونه وبلل چې چې په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې ستونزې زیاتې کړې.
له ډاکترانو او کارکوونکو سره د لیدنې پر مهال وکړې.
ښاغلي غني په خپلو خبرو کې وویل چې په هېواد کې د بې کیفیته درملو کارېدو د ډاکتر او ناروغ تر منځ یوه اساسي ستونزه ده.
نوموړي زیاته کړه، چې په دې برخه کې د تدارکاتو قانون بدل شوی او له دې وروسته باید د ښه کیفیت درمل وپېرل شي او هېواد ته وارد شي.
دغه راز هغه د بې کیفیته درملو تر څنګ، د روغتونونو ناسمه اداره، د روغتونونو د ودانیو ناسمه معماري، د نرسانو کمښت، د روغتونو نه څارنه، د طبي خدماتو وړیا والی او د یوه څارونکي روغتیايي پلاوي نشتوالی هغه لاملونه وبلل چې چې په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې ستونزې زیاتې کړې.
په ورته وخت کې افغان ډاکترانو د طبابت په برخه کې له اداري فساد سره د مبارزې، ډاکترانو ته د تحصیلي سکالرشیپونو د ورکولو، د طبابت په سیکتور کې د زیاتې پانګونې او طبي پوهنتونونو ته د زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین