رپوټونه وايي، د عراق په پلازمېنه بغداد کې د یوه موټر بم ځانمرګي برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۵۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید نن د بغداد ښار کې امین مارکېټ ته نېږدې شوې ده.
عراقي چارواکي وايي، په دغه برید کې ۱۱ تن وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي.
داعش ډلې د دغه برید مسؤولیت پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي، چې دوی شعیه ملېشه ځواکونه په نښه کړي دي.
جمهورآژانس:کابل